افغانستان
په غزني کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شول
د غزني ولایت د مرکز کوتل روضې په سیمه کې د کابل-کندهار په لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شول.
د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي وویل چې دا پېښه د شپې شاوخوا ۱۰ بجې د “۵۸۰” ډوله مسافر وړونکي موټر او بار وړونکي موټر ترمنځ رامنځته شوه.
د هغه په وینا، په ټپیانو کې ۱۱ ښځې هم شاملې دي او د اتو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
ځایي چارواکو اعلان کړی چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لیږدول شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د شپې تیاره او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د پېښې د احتمالي عواملو له ډلې څخه دي.
#غزني #ټرافيکي_پېښه #کابل_کندهار_لویه لاره #کوتل_روضه #تلفات #د سړک_خوندیتوب








