د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن، یکشنبه (۱۷ غبرګولي ۱۴۰۵)، د نړیوالو څلور کلنو سیالیو په دوام کې د پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې سره مخامخ شي.
دا لوبه به د مالدیپ په کوربه توب د څلور کلنو سیالیو د یوې برخې په توګه ترسره شي او ټاکل شوې ده چې د کابل په وخت د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو پیل شي؛ یوه لوبه چې د دواړو ټیمونو لپاره ځانګړې اهمیت لري.
د هیواد ملي لوبغاړو په خپلو وروستیو دوو سیالیو کې کوربه ټیم، د مالدیپ ملي فوټبال ټیم ته ماتې ورکړې او د بنګله دیش د فوټبال ملي ټیم په وړاندې یې بې له ګوله مساوي لوبه کړې ده.
دا سیالۍ تیره اونۍ د افغانستان، مالدیپ، پاکستان او بنګله دیش د ټیمونو په ګډون سره پیل شوې او د سیمه ایزو چمتووالي سیالیو په توګه دوام لري.
#افغانستان #فوټبال #پاکستان #مالدیپ #سپورټ #ټورنمنټ








