افغانستان
د اسلامي امارت د دفاع وزیر په روسیه کې له افغان اتباعو سره ولیدل
د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې مولوي محمد یعقوب مجاهد روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې په هیواد کې له میشتو افغان اتباعو سره ولیدل او هغوی ته یې د اختر مبارکي وویله.
په دې کتنه کې د دفاع وزیر په روسیه کې میشتو افغانانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت د موجوده ننګونو د حل او د ځان بسیاینې ترلاسه کولو لپاره کار کوي.
د یادونې وړ ده چې مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې لخوا کوربه توب شوي “نړیوال امنیتي کنفرانس” کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر وکړ.








