افغانستان

په تیرو پنځو کلونو کې په هرات کې د ۴۰۰۰۰ څخه زیاتو روږدو کسانو درملنه شوې ده

د هرات د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست اعلان کړی چې په تیرو پنځو کلونو کې په دې ولایت کې د ۴۰۰۰۰ څخه زیاتو روږدو کسانو درملنه شوې ده.

د چارواکو په وینا، نږدې ۴۰۰۰ روږدي کسان اوس مهال د هرات د مخدره توکو د درملنې په ځانګړي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د هرات د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو سره د مبارزې رییس حیات الله روحاني وویل چې د اسلامي امارت له راستنیدو وروسته، په ولایت کې د مخدره توکو د روږدو کسانو د درملنې پروسه پراخه شوې ده.

یو شمیر هغه کسان چې درملنه یې شوې ده وايي چې دوی له مخدره توکو څخه کرکه لري او له حکومت څخه غواړي چې دوی ته د کار فرصتونه برابر کړي ترڅو دوی بیرته روږدي نشي.

ځایی چارواکي وايي چې هره ورځ د مخدره توکو روږدي کسان د هرات له ښار او ولسوالیو څخه راټولیږي او د درملنې لپاره ځانګړو مرکزونو ته لیږدول کیږي.

په ورته وخت کې، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست او د سرې میاشتې ټولنه په هرات ښار کې له ۷۰۰ څخه زیاتو اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ویشي.

د چارواکو په وینا، دا کورنۍ پخوا په ښار کې سوالګرۍ کولې او اوس یې ملاتړ ترلاسه کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button