د ګډ مهاجرت مرکز د راپور له مخې، په ایران کې افغان کډوال له جدي اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.
دا راپور، چې په ایران کې د افغان او پاکستاني کډوالو سره د غونډو او بحثونو پر بنسټ چمتو شوی، ښیي چې د افغانانو سره سخت چلند، نیول او تاوتریخوالی د دې لامل شوی چې د دوی یو لوی شمیر ترکیې او اروپا ته د رسیدو لپاره خطرناک قاچاق وړونکي لارې غوره کړي.
په راپور کې ویل شوي چې د تهران، زاهدان او مشهد په ښارونو کې یو لوی شمیر افغانان هڅه کوي چې د انسانانو قاچاق وړونکي ومومي چې له ایران څخه ووځي او ترکیې او اروپا ته لاړ شي.
کډوالو د سرپناه نشتوالي، د خوړو کمښت او روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي نشتوالي په اړه هم شکایت کړی دی.
د راپور پر بنسټ، افغان کډوال د تاوتریخوالي، تبعیض او ناوړه چلند له جدي خطرونو سره مخ دي، او ډیری یې ایران د دوی د مهاجرت د لارې ترټولو خطرناکه برخه ګڼي.








