افغانستان
د ابو علي سینا بلخي دوهم نړیوال تخصصي نندارتون به په کابل کې ترسره شي
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ابو علي سینا بلخي دوهم نړیوال تخصصي نندارتون به په راتلونکو څلورو ورځو کې په کابل کې ترسره شي.
د وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا نندارتون به د غوایي په ۲۹مه د کابل په چمن کې د افغانستان نړیوال نندارتون په مرکز کې ترسره شي.
د هغه په وینا، د هیواد کورني محصولات او د درملو او روغتیایی محصولاتو په صنعت کې ظرفیتونه به په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې او معرفي شي.








