د قطري رسنۍ العربي الجدید راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۷ کال د پوځي بودیجې په چوکاټ کې د اسراییلو د صهیونیسټ رژیم د امنیت د پیاوړتیا لپاره ۴.۴ ملیارد ډالر ځانګړي کړي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۷ کال لپاره د امریکا د جګړې وزارت (پنټاګون) وړاندیز شوې بودیجه به ۱.۵ ټریلیون ډالرو ته لوړه شي؛ دا هغه رقم دی چې په عصري وختونو کې ترټولو لوی پوځي لګښت بلل شوی دی.
د دې بودیجې پورې اړوند ۱۱۸ مخیز سند د امریکا او صهیونیسټ رژیم ترمنځ د دفاعي همکارۍ پراخولو، د دفاعي اډو یوځای کولو او د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا باندې ټینګار کوي.
په راپور کې زیاته شوې چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې د امریکا پوځي بودیجه د چین، روسیې او څو اروپایي هیوادونو په ګډون د لسو هیوادونو د ګډ دفاعي بودیجې څخه زیاته وه.








