پیټر ماګیار د هنګري د نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه
پیټر ماګیار د شنبې په ورځ (د غوایي ۱۹مه، ۱۴۰۵) د هنګري د نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه، چې د ویکتور اوربان په مشرۍ یې د ۱۶ کلونو واک پای ته ورساوه.
دا مراسم یوه میاشت وروسته له هغه ترسره شول چې د ماګیار د تیسزا ګوند د هنګري په پارلماني ټاکنو کې د پراخې بریا ترلاسه کړه، چیرې چې هغه له خلکو وغوښتل چې د “د هنګري د نوي تاریخ لیکلو” او “د رژیم د بدلون دورې” په نیولو کې ورسره یوځای شي.
د ګارډین په وینا، ماګیار د کلونو اقتصادي رکود او د لویدیځو متحدینو سره د اړیکو ترینګلتیا وروسته د پراخو بدلونونو په ژمنه واک ترلاسه کړ.
اوربان، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې ملګری، په وروستیو کلونو کې په مکرر ډول د ټرمپ لخوا ملاتړ شوی.
ماګیار ژمنه کړې چې د اوربان دورې په جریان کې رامینځته شوي سیاسي جوړښتونه به اصلاح کړي او د اروپایي اتحادیې سره د خپل هیواد اړیکې به ښه کړي ترڅو د اروپایي اتحادیې کنګل شوي فنډونو کې ملیاردونه ډالر خلاص کړي.
د هنګري نوي لومړي وزیر دا هم اعلان کړی چې هیواد به یې د نړیوالې جنایي محکمې غړیتوب ته دوام ورکړي او مخکې یې ویلي وو چې که د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو هنګري ته سفر وکړي، نو هغه به ونیول شي.








