په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت شارژدافیر سهیل شاهین په قطر کې د ګمبیا جمهوریت له سفیر او فوق العاده او بشپړ واک لرونکي عمر جاه سره ولیدل.
په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، عمر جاه په افغانستان کې د ګمبیا سفارت د چارو مسؤل هم دی.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګمبیا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي وضعیت، په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو او نورو مسلو په اړه خبرې وکړې.








