سیمه
د پاکستان په لاهور ښار کې مرګونې ډزې؛ یوه ښځه او دوه ماشومان ووژل شول
د راپورونو له مخې، د پاکستان په لاهور ښار کې د ډزو یوه پېښه رامنځته شوه، چې په پایله کې یې یوه ښځه او دوه ماشومان ووژل شول او دوه نور ماشومان ټپیان شول.
د پاکستان رسنۍ “آج نیوز” راپور ورکړی چې دا پېښه د لاهور په مزنګ سیمه کې رامنځته شوه او په سیمه کې یې د ویرې فضا رامینځته کړه.
د راپور له مخې، بریدګر، چې د “شهید” په نوم پیژندل شوی، د یوې کورنۍ پر غړو له ډزو وروسته ځان وژنه وکړه.
د پاکستان امنیتي چارواکو د پیښې د انګېزې او جزیاتو په اړه تحقیقات پیل کړي دي، او ټپیان تر طبي پاملرنې لاندې دي.








