سیمه

حزب الله په جنوبي لبنان کې د اسراییلو پر پوځي غونډې برید وکړ

د لبنان حزب الله اعلان وکړ چې دوی د جنوبي لبنان په کفر کلا کې د “تل النحاس” په سیمه کې د اسراییلو پوځي غونډه او تجهیزات د لارښود توغندي سره په نښه کړي دي.

د ډلې په بیان کې ویل شوي چې برید د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۱۱:۵۵ بجې شوی او په مستقیم ډول په نښه شوی دی.

حزب الله ټینګار کړی چې دا اقدام د اوربند د سرغړونې او د جنوبي لبنان په کلیو کې د اسراییلو د بریدونو په ځواب کې شوی، چې په پایله کې یې یو شمیر ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، د اسراییلو پوځ تایید کړې چې په جنوبي لبنان کې په نښتو کې یو اسراییلی عسکر وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه ښیي چې د اوربند سره سره، د دواړو خواوو ترمنځ بریدونه دوام لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button