د قزاقستان د رسنیو د راپورونو له مخې، هیواد پلان لري چې په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ حجم له اوسني ۵۰۰ ملیون ډالرو څخه ۳ ملیارد ډالرو ته لوړ کړي.
د قزاقستان چارواکي وايي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لویه برخه اوس مهال د قزاقستان د غلې دانې، اوړو او نورو کرنیزو محصولاتو صادراتو پر بنسټ ولاړه ده.
دوی وايي چې د ټرانسپورټ او لوژستیکي لارو نشتوالی ترټولو لوی خنډ دی، او د تورګاندي-هرات د اورګاډي پروژه به د سوداګرۍ پراخولو لپاره خورا مهمه وي.
د راپورونو له مخې قزاقستان افغانستان ته د یو مهم ټرانزیټ دهلیز په توګه ګوري چې د سویلي آسیا او منځني ختیځ بازارونو ته لاسرسی چمتو کوي.








