د ورجینیا فدرالي محکمې د چهارشنبې په ورځ یوه منصفه پلاوي افغان تبعه محمد شریف الله د “ترهګریز سازمان ته د مادي ملاتړ د چمتو کولو د دسیسې” په تور مجرم ومانه.
دا تورونه په ۲۰۲۱ کال کې د کابل په هوايي ډګر کې د هغه برید څخه راپورته شوي چې ۱۳ امریکایي سرتیري یې ووژل او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي یې ټپیان کړل.
رویټرز راپور ورکړ چې محمد شریف الله تر ۲۰ کلونو پورې په بند محکوم کیدی شي، او قاضي لا تر اوسه د سزا نیټه نه ده ټاکلې.
د راپورونو له مخې منصفه پلاوي په دې اړه کومې پایلې ته نه دی رسیدلی چې ایا د هغه کړنې په مستقیم ډول د قربانیانو د مړینې لامل شوې، چې هغه یې د عمر قید له احتمالي بند څخه وژغوره.
د افغان تبعه وکیل مخکې ویلي وو چې د متحده ایالاتو حکومت “غلط کس” نیولی او د هغه اعترافونه په پاکستان کې د فشار لاندې ترلاسه شوي دي.








