افغانستان

د هیواد په دریو ولایتونو کې سلګونه کیلوګرامه مخدره توکي او د الکولو تولید یوه فابریکه کشف او ضبط شوې ده

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په جلا عملیاتو کې په کندز ولایت کې ۳۰۹ کیلوګرامه مخدره توکي او په هلمند ولایت کې ۱۸۶ کیلوګرامه مخدره توکي کشف او ضبط کړي دي.

په جوزجان ولایت کې د مخدره توکو د پروسس یوه فابریکه هم د لسګونو لیترو خمیر شوي شرابو او ممیزو سره کشف او ضبط شوې ده.

د دې عملیاتو په تعقیب، پنځه کسان د مخدره توکو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي دي او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button