افغانستان

افغان حاجیان به سبا د کابل له هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته انتقال شي

یوې باوري سرچینې له رسنیو سره په مرکه کې اعلان وکړ چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږد پروسه به سبا (شنبه) د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه پیل شي.

د دې سرچینې په وینا، په کابل کې د حاجیانو د لیږد د پروسې د پرانیستې لپاره چمتووالی نن ماښام بشپړ شو او لومړۍ الوتنه به سبا د سهار په ۳:۰۰ بجو د مدینې لپاره ترسره شي.

د حج او اوقافو د لارښوونې وزیر، مشر څېړونکی ډاکټر نور محمد ثاقب، مخکې اعلان کړی و چې سږ کال به له افغانستان څخه ۳۰،۰۰۰ کسان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.

هغه ویلي وو چې د هر حاجی لګښت د تیر کال په پرتله شاوخوا ۱۶،۰۰۰ افغانۍ کم شوی دی، او سږ کال د حج ټول لګښت ۷ ملیارده او ۸۱۸ ملیونه افغانۍ دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button