سیمه
سره میاشت: اسراییلو د لبنان ملکي وګړي پرته له خبرتیا څخه قتل عام کړل
د سره میاشت نړیوالې کمېټې د اوربند له اعلان وروسته د لبنان پر وړاندې د صهیونیسټ رژیم له خوا د ترسره شویو ظالمانه جنایتونو غندنه وکړه، او ویې ویل چې د اسراییلو سختو بریدونو د هیواد په ګڼ میشتو سیمو کې پراخه مرګ ژوبله او ویجاړي رامنځته کړې ده.
کمېټې څرګنده کړه چې د پراخو اغیزو لرونکو درنو چاودیدونکو وسلو د بیروت په ګډون ګڼ میشته استوګنیزې سیمې پرته له کوم مخکیني خبرتیا څخه په نښه کړې دي.
آی سي آر سي ټینګار وکړ چې هر جامع سیمه ایز تړون باید د لبناني ملکي وګړو خوندیتوب، ساتنه او وقار په پام کې ونیسي، او دا چې د لبنان خلک په بیړني ډول د پنځو اونیو څخه د ډیرو جګړو وروسته د تاوتریخوالي پای ته رسیدو ته اړتیا لري.








