نړۍ
د روسیې دفاع وزارت: تېره شپه ۲۰۶ اوکرایني ډرونونه ویشتل شوي
د روسیې دفاع وزارت په خپل ورځني راپور کې اعلان وکړ چې د هیواد د هوايي دفاع سیسټمونو تېره شپه د ۲۰۶ اوکرایني ډرونونو مخه نیولې او ویجاړ کړي دي.
له دې جملې څخه، ۴۳ ډرونونه د مسکو سیمې (د روسیې پلازمینه) په سر ویشتل شوي دي.
دا دفاعي عملیات په داسې حال کې ترسره شول چې هیڅ یو ډرون خپلو اهدافو ته ونه رسید او ټول بریدونه شنډ شول.








