افغانستاننړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د سرطان روغتیايي مرکزونو ته ۲۵ ټنه اړین درمل او طبي تجهیزات ورکوي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د سرطان روغتیايي مرکزونو ته ۲۵ میټریک ټنه اړین درمل او طبي تجهیزات لیږلي دي.

دا مرستې د ملي سرطان روغتون او په کابل کې د علي آباد روغتون د سرطان وارډ، او همدارنګه په بلخ، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د سرطان درملنې دریو سیمه ایزو مرکزونو ته ځانګړې شوې دي.

دا توکي د اروپایي اتحادیې لخوا تمویل کیږي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د ۱۳۰۰۰ څخه زیاتو سرطان ناروغانو درملنه ممکنه کړي.

دا مرسته په داسې وخت کې کیږي چې د افغانستان روغتیا سیسټم د سرطان درملنې لپاره د ځانګړو تجهیزاتو او درملو له سخت کمښت سره مخ دی، او دا اقدام د سرطان ناروغانو د ملاتړ لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button