افغانستانسیمه

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت شارژدافیر د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له یوه لوړ پوړي چارواکي سره وکتل

په مالیزیا کې د افغانستان د اسلامي امارت شارژدافیر نقیب الله احمدي د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي آسیا د څانګې له مشر اوغولي نور یانتي سره ولیدل.

په دې کتنه کې، دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د اقتصادي او ټولنیزو همکاریو د پیاوړتیا، د افغان اتباعو لپاره د کار فرصتونو د رامنځته کولو، په مالیزیا کې میشتو افغانانو ته د ډیرو اسانتیاوو برابرولو او په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو د بیاکتنې په اړه نظرونه تبادله کړل.

دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د سوداګریزو اړیکو او همکارۍ پراختیا د دواړو هیوادونو په ګټه ده او په دې برخه کې یې د لا پرمختګ هیله څرګنده کړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button