افغانستان
د شبرغان-مزار شریف پر لویه لاره ترافیکي پېښه؛ په جوزجان کې یو کس ووژل شو او درې نور ټپیان شول
د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې د شبرغان-مزار شریف پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وویل چې دا پېښه پرون ماښام (۱۴ کب ۱۴۰۴) د اقچې ولسوالۍ په پل نو سیمه کې رامنځته شوه.
د هغه په وینا، یو تیز رفتار “اکوا” موټر له عامه سړک څخه ووت او چپه شو، چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو او درې نور ټپیان شول.
ټپیان سمدلاسه د اقچې ولسوالۍ ۲۰ بستریز روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي دي.
ښاغلي حلیمي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعت کول وبلل.








