افغانستان

په افغانستان کې د ټاپي د ګازو د پایپ لاین د ۹۷ کیلومتره برخې پرمختګ

په هرات کې د پایپ لاین غځول به د ۲۰۲۶ کال تر پایه پورې بشپړ شي

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان اعلان وکړ چې تر اوسه پورې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (ټاپي) د ګازو د پایپ لاین ۹۷ کیلومتره برخه د افغانستان دننه پخه شوې او نوي پایپونه هم سیمې ته رسیدلي دي.

هغه زیاته کړه چې د پایپونو د نصبولو او نښلولو پروسه به ډیر ژر پیل شي او هره ورځ به شاوخوا ۵۰۰ متره پایپ لاین غځول کیږي.

د کانونو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې ۱۵۳ کیلومتره برخه به د ۲۰۲۶ کال تر پایه پورې بشپړه شي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي چې د ترکمنستان ملي مشر قربانګلي بردي محمدوف مخکې اعلان کړی و چې د ټاپي پروژې لومړۍ برخه به د هرات ښار پورې د ۲۰۲۶ کال تر پایه پورې بشپړه شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button