د بدخشان د سرو زرو په کانونو کې له ۱۰۰۰۰۰ څخه زیات خلک په کار بوخت دي
د بدخشان ولایت په شهر بزرګ فیض آباد، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې له ۱۰۰۰۰۰ څخه زیات خلک په مستقیم او غیر مستقیم ډول د سرو زرو کانونو او اړوندو تخنیکي فعالیتونو کې په کار بوخت دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د سرو زرو کانونو فعالیتونو نه یوازې د ځایی خلکو لپاره پراخه کاري فرصتونه برابر کړي دي، بلکې د سیمې اقتصادي وضعیت یې هم د پام وړ ښه کړی دی.
د ولایت اوسیدونکي، چې پخوا یې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ وو، اوس د دې پروژو له لارې خپل ورځنی عاید ترلاسه کوي.
تر اوسه پورې، د بدخشان د کانونو قراردادي شرکتونو ټولنیز خدمات د ۲۲۳ ملیون افغانیو په ارزښت د ۱۷ پراختیایي پروژو پلي کول پیل کړي دي، چې پکې د کوکچه سیند پر سر د ۵ لویو پلونو جوړول، د سړکونو جوړول، د اوبو رسولو شبکې، عامه خدمات او نورې زیربنایي پروژې شاملې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کړی چې د کاني سرچینو قانوني استخراج، د هغوی شفاف مدیریت او د ځایی خلکو لپاره د اضافي ارزښت رامینځته کول د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.







