افغانستان
په راتلونکو پنځو میاشتو کې د بادغیس ولایت د سنګ اتش ولسوالۍ ۲۱ کلیو ته د ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا نښلول
د بادغیس ولایت د برېښنا شرکت مشر مولوي خیرالله خیرخواه اعلان وکړ چې د سنګ اتش ولسوالۍ ۲۱ کلیو ته د ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د نښلولو کار چې پخوا ځنډول شوی و، بیا پیل شوی او په راتلونکو پنځو میاشتو کې به د دوه ملیون ډالرو په لګښت بشپړ شي.
د هغه په وینا، د دې پروژې په بشپړیدو سره به د سنګ اتش ولسوالۍ له اوو زرو څخه ډیرې کورنۍ وارداتي برېښنا ته لاسرسی ولري او لګښت به یې د مالیې وزارت لخوا ورکړل شي.
د سنګ اتش ولسوالۍ اوسیدونکو د دې پروژې د بیا پیل کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او له چارواکو یې وغوښتل چې کار په ټاکلي وخت کې بشپړ کړي.








