د لوګر د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ، د ولایت په مرکز (پل علم) او د ولایت په دریو ولسوالیو کې ۱۳۰۰ راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرسته ویشل شوې ده.
د لوګر د سرې میاشتې ټولنې مشر مولوي میر هاشم حزب الله په یوه غونډه کې وویل چې هرې کورنۍ ته ۱۷۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې او هڅې روانې دي چې دا پروسه نورو نویو راستنو شویو کډوالو ته هم وغځول شي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شهاب الدین دلاور ټینګار وکړ چې دا اداره د راستنو شویو کډوالو د ملاتړ لپاره ځانګړي او پراخ بشري پروګرامونه لري او نننۍ مرسته د دې هڅو یوه عملي بیلګه ده.
هغه زیاته کړه چې راستانه شوي کډوال مرستې ته جدي اړتیا لري او د نړیوالو سازمانونو لپاره اړینه ده چې د دولتي ادارو تر څنګ هر اړخیزې مرستې چمتو کړي.
د یادونې وړ ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې، د لوګر سرې میاشتې ټولنې ۱۳۰۰ نورو کډوالو کورنیو ته نغدي مرسته وویشله.








