سیمه
په پاکستان کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه لس تنه ټپیان شوي دي
پاکستاني رسنیو ویلي، د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان سیمه کې د ریموټ کنټرول ماین چاودنې په پایله کې د شپږو پاکستاني پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.
د ځايي سرچينو په وينا، دغه چاودنه د واني رستم بازار په سيمه کې د پاکستاني پوليسو پر موټر شوې ده.
ژغورونکو ډلو ټپيان د سيمې مرکزي روغتون ته لېږدولي او د پاکستان ځايي چارواکو اعلان کړى، چې د دغه بريد د عاملينو د موندلو لپاره يې سيمه کلابنده کړې ده.
په یوه بله پېښه کې چې د یوونۍ په ورځ د جنوبي وزیرستان په همدې سیمه کې رامنځ ته شوه، د یوه قومي مشر زوی په خپل موټر کې دننه د ریموټ کنټرول بم په چاودنه کې ووژل شو.








