افغانستانسپورتویډیويي راپور

د هېواد د فوتسال ملي لوبډلې په ملاتړ د بلخ د فوتبال غوره لیګ سیالۍ ترسره کېږي

د فوتسال نړیوال جام ته د هېواد د فوتسال ملي لوبډلې د پرمختګ د ملاتړ په موخه د بلخ ولایت د غوره لیګ د دولسو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ په مزارشریف ښار کې ترسره شوې.

د بلخ ولایت د فوتبال فدراسیون مسوولین وايي، چې د دې سیالیو په پای کې به د ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د ټاکلو لړۍ پیل شي.

په همدې حال کې د بلخ ولايت د فوتبال يو شمېر لوبغاړي د دغو سياليو د ترسره کېدو هرکلى کوي او وايي چې د دولت او سوداګرو ملاتړ ته اړتيا لري، څو په ملي او نړيوالو سياليو کې برخه واخلي.

په همدې حال کې د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې د غوراوي پړاو په وروستۍ لوبه کې د قرغزستان لوبډلې ته د ۵:۳ په توپیر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د فوتسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

د فوتسال نړیوال جام به په ۲۰۲۴ کال کې د ازبکستان په کوربه توب د دغه هېواد د فوتسال لوبډلې په ګډون ۲۶ لوبډلې په کې برخه ولري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button