افغانستانسیمه

ملا عبدالغني برادر د ایت الله علي خامنه يي په جنازه کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو

په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر د مرستیال دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د ایران د پخواني مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په جنازه کې د ګډون لپاره نن (پنجشنبه د چنګاښ لومړۍ) د ایران اسلامي جمهوریت ته روان شو.

د دغې خبرپاڼې له مخې، په دغه سفر کې به د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم له ملا عبدالغني برادر سره مل وي.

#افغانستان #ایران #ملا_عبدالغني_برادر #امیر_خان_مطقی #افغانستان_ایران_اړیکې

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button