وال سټریټ ژورنال، د امریکایي او عربي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې واشنګټن په وروستیو اونیو کې پر عمان فشار زیات کړی دی، او له دغه هیواد څخه یې غوښتي چې له ایران سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړي.
د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ ادارې د ایران په وړاندې د عمان بې طرفه چلند ته د شک په سترګه کتلي او ګواښ یې کړی چې بندیزونه او حتی پوځي اقدام به وکړي؛ که څه هم یو امریکایي چارواکي ویلي چې په عمان د برید لپاره هیڅ عملي پلان نشته.
وال سټریټ ژورنال زیاته کړه چې عمان له اوږدې مودې راهیسې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د منځګړي رول لوبولی او د تهران سره د اړیکو چینلونو ساتل د تاوتریخوالي کمولو او ډیپلوماټیکو حل لارو ترلاسه کولو لپاره اړین ګڼي.
دا پرمختګونه په داسې حال کې راځي چې عمان په وروستیو میاشتو کې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو څو پړاوونه کوربه توب او منځګړیتوب کړی دی.
#امریکا #عمان #ایران #وال سټریټ ژورنال #ډیپلوماسي #نړۍ








