سیمه

په پاکستان کې د نجونو په یوه ښوونځی کې چاودنه

پاکستانی رسنيو خبر ورکړى، چې تېره شپه د خيبر پښتونخوا ايالت د شمالی وزيرستان په شيوه ولسوالۍ کې د نجونو يو خصوصی ښوونځى د ماين په چاودنه کې ويجاړ شوى دى.

د ایکسپریس تریبیون د راپور له مخې، نامعلومو وسله والو لومړی د دې ښوونځی دوه ساتونکي شکنجه کړي او بیا یې د دې ښوونځی دوه ټولګي په بمونو الوزولي دي.

د راپور له مخې، په دې سیمه کې د نجونو یوازینۍ ښوونځی څو ځلې د دغه برید خبرداری ورکړل شوی و.

په دې چاودنه کې چا ته زیان نه دی اوښتی او نه هم کوم کس یا ډلې تر اوسه د پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button