نړۍ

پوتین: د روسیې او چین اړیکې بې ساري کچې ته رسیدلي دي

سپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د چین د ولسمشر شي جین پینګ په بلنه د می په ۱۹-۲۰ چین ته رسمي سفر وکړي.

د خپل سفر څخه مخکې د چین خلکو ته په یوه وینا کې، پوتین ټینګار وکړ چې مسکو او بیجینګ د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور د دفاع لپاره په ګډه کار کوي.

هغه دا هم وویل چې روسیه او چین د دواړو هیوادونو د خلکو سره د نږدې کیدو او یو بل ښه پیژندلو لیوالتیا لري.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې بې ساري کچې ته رسیدلي دي او دواړه خواوې د دوه اړخیزې همکارۍ او هر اړخیز پرمختګ د پراخولو لپاره ګډې هڅې کوي.

د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/32200

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button