افغانستان

په پکتیا ولایت کې لسګونه ټوپکونه او مهمات نیول شوي

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پکتیا ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د ترهګرۍ ضد پولیسو ځواکونو د دغه ولایت په ډنډي پټان ولسوالۍ کې ۲۸ ټوپکونه او ۹۰۰ مرمۍ نیولي دي.

د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا وسلې له بهر څخه افغانستان ته قاچاق شوې وې او د امنیتي ځواکونو لخوا په هدفي عملیاتو کې نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه چې قاچاق وړونکي له پیښې وروسته له سیمې تښتیدلي او د هغوی د نیولو هڅې روانې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button