د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په هیواد کې ټول نشراتي فعالیتونه د وزارت د پالیسیو په چوکاټ کې اداره کیږي او افغان خبریالان د ملي ګټو او د ژورنالیزم د مسلکي اصولو پر بنسټ فعالیت کوي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان د هیڅ بهرني لوري تر اغیز لاندې نه دي او خپل فعالیتونه په خپلواکه توګه دوام ورکوي.
وزارت د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وروستۍ څرګندونې “غیر مسؤلانه او بې اساسه” وبللې او په کلکه یې رد کړې.
په دې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دا څرګندونې د کابل او کونړ ولایت د بریدونو په ګډون د وروستیو پیښو څخه د عامه افکارو د اړولو هڅه وه.








