افغانستان
کورنیو چارو وزارت: د بدخشان وضعیت تر کنترول لاندې دی
د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو پر وړاندې د بدخشان د اوسېدونکو اعتراضونه د دویمې ورځې لپاره هم دوام لري.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا د بدخشان د درایم ولسوالۍ د اوسیدونکو لخوا دغه لاریون هغه مهال پیل شو چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د کوکنارو د اړولو په موخه دغې ولسوالۍ ته ورغلل او د سیمې له اوسیدونکو سره یې نښته وشوه چې له امله یې یو ملکي وګړی ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته وویل، وزارت هڅه کوي چې د خلکو او سیمه ییزو چارواکو په همکارۍ دغه ستونزه هواره کړي او اوس وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.








