سیمه
سعودي عربستان د جمعې په ورځ د کوچني اختر اعلان وکړ
سعودي عربستان په یوه رسمي اعلامیه کې اعلان وکړ چې نن شپه (چهارشنبه، د کب ۲۷مه، ۱۴۰۴) د شوال د مبارکې میاشتې میاشت ونه لیدل شوه.
له همدې امله، سبا (پنجشنبه) به د روژې د مبارکې میاشتې ۳۰مه وي، او بل سبا (جمعه) به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.
دا پریکړه د هلال د لیدلو کمیټې او د سعودي د شرعي چارواکو د راپورونو له بیاکتنې وروسته وشوه، او ټول هغه هیوادونه چې د سعودي د هلال د لیدلو تعقیبوي، به جمعه د کوچني اختر په توګه ولمانځي.
په افغانستان کې، د اسلامي امارت سترې محکمې هم خلکو ته بلنه ورکړې چې د نن ماسپښین له لمانځه وروسته د شوال د میاشتې لیدلو لپاره راشي، او وروستۍ اعلان به د شاهدانو د شهادت او د شرعي ارزونې پراساس وشي.








