وال سټریټ ژورنال د دریو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پنټاګون د امریکا دوهمې بیړۍ ته امر کړی چې منځني ختیځ ته د استولو لپاره چمتو وي.
ورځپاڼې لیکلي چې د حرکت رسمي امر لا نه دی صادر شوی، مګر تمه کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په راتلونکو ساعتونو کې د بیړۍ د چمتو کولو او ځای پرځای کولو لپاره رسمي امر لاسلیک کړي.
امریکایي چارواکو ټینګار وکړ چې که امر صادر شي، نو بیړۍ به په راتلونکو دوو اونیو کې سیمې ته خپل حرکت پیل کړي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دوهمه بیړۍ چې تر پوښتنې لاندې ده د الوتکې وړونکې بېړۍ USS جورج ایچ ډبلیو بوش ده، چې اوس مهال د ویرجینیا ساحل ته نږدې موقعیت لري.
دا اقدام په داسې وخت کې کیږي چې د امریکا لومړۍ بیړۍ لا دمخه په سیمه کې شتون لري او په منځني ختیځ کې د امریکا د نظامي شتون زیاتوالی د روانو سیمه ایزو کړکیچونو په شرایطو کې ترسره کیږي.








