افغانستان
په ننګرهار کې نایابه حیوان ” وحشی پیشو ” بیرته ځنګل ته خوشې شو
د ننګرهار ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست د “وحشی پیشو” په نوم یو نایابه وحشي حیوان بیرته په چپرهار ولسوالۍ کې خپل طبیعي استوګنځای ته خوشې کړ.
د ننګرهار د رسنیو دفتر په وینا، دا حیوان د احتمالي زیان مخنیوي لپاره د سیمه ایز کلي د اوسیدونکو لخوا نیول شوی و.
د چاپیریال ساتنې چارواکو د خوشې کولو دمخه د حیوان بشپړ روغتیایی معاینه ترسره کړه او د هغې د مناسب حالت ډاډمن کولو وروسته یې بیرته ځنګل ته راستون کړ.
دا اقدام د نادر حیواناتو ډولونو د ساتنې او د سیمې د ایکولوژیکي توازن ساتلو لپاره ترسره شو.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevi








