افغانستان
په سمنګان کې ۱۳ کسان د قمار او مخدره توکو کارولو په تور نیول شوي دي
د سمنګان ولایت د پولیسو قوماندانۍ اعلان وکړ چې ۱۳ کسان یې د قمار او مخدره توکو کارولو په تور نیولي دي.
د قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني وویل چې دا کسان تیره شپه د ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کې په یوه استوګنځي کې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دې کسانو په اړه نورې پلټنې روانې دي.








