د کډوالو عالي کمیسیون اعلان وکړ چې پرون له ایران او پاکستان څخه ۶۵۵۳ افغان کډوال (۱۱۸۸ کورنۍ) په زوره هیواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت د مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په وینا، دا کډوال د اسلام کلا (هرات)، پل ابریشم (نیمروز)، سپین بولدک (کندهار)، بهرام چه (هلمند) او تورخم (ننګرهار) د پولو له لارې هیواد ته داخل شوي دي.
په ورته ورځ، ۱۲۶۰ نورې کورنۍ (۸۱۰۲ کسان) چې مخکې راستانه شوي وو خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوي، او ۷۸۰ کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرسته وویشل شوه، او ۱۰۰۹ مخابراتي سیم کارتونه هم د نویو راغلو کډوالو ترمنځ وویشل شول.
دا شمېره په داسې حال کې خپریږي چې د پنجشنبې په ورځ له دواړو ګاونډیو هیوادونو څخه له ۱،۳۳۲ څخه ډیر کډوال په زوره ایستل شوي وو.
په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري راستنیدو پروسه په چټکۍ سره زیاته شوې ده.








