
نړۍ
د اندونیزیا په سوماترا کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله د مړو شمېر ۳۰۳ ته لوړ شو
رویټرز خبري اژانس د اندونیزیا د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د سوماترا ټاپو کې د سختو بارانونو او ځمکې ښویدنې له امله لږ تر لږه ۳۰۳ کسان مړه شوي او لسګونه نور لا هم ورک دي.
طبیعي ناورین چې یوه اونۍ وړاندې پیل شو، د لویدیځ سوماترا په ډیرو برخو کې خپور شو، زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل او له ۸۰،۰۰۰ څخه ډیر خلک یې بې ځایه کړل.
په ورته وخت کې، د استوایی طوفان له امله راوتلو سختو بارانونو د تایلینډ سویلي برخې او د مالیزیا ځینې برخې هم سیلاب کړې، لسګونه یې وژلي او زیربنا ته یې پراخه زیان اړولی دی.
د اندونیزیا حکومت بیړنی حالت اعلان کړی او د ژغورنې کارمندان د ټپیانو لیږدولو او د لاسرسي وړ سیمو ته د خوړو رسولو لپاره له چورلکو څخه کار اخلي.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/27126







