د عامې روغتیا وزارت د روغتیا خدماتو وړاندې کولو مرستیال وزیر مولوي عبدالولي حقاني او د هغه ملګري پلاوي ترکیې ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د جاپاني نړیوال شرکت “فوجی فلم روغتیا پاملرنې” استازو سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، پدې غونډه کې، د جاپاني شرکت استازو د شرکت د پرمختللو تشخیصي او درملنې وسایلو په اړه جامع پریزنټیشن ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال دا وسایل د هیواد د روغتیا سیسټم د پیاوړتیا او معیاري خدماتو وړاندې کولو لپاره اړین وبلل او ویې ویل: “دقیق او پر وخت تشخیص د درملنې لګښت کموي، د ناروغیو د پیچلتیاوو مخه نیسي، او د روغتیا خدماتو کیفیت ښه کوي.”
مولوي حقاني ټینګار وکړ چې د هیواد روغتونونه او روغتیایی مرکزونه په عصري طبي وسایلو سمبالول د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه دي، او پدې برخه کې هڅې دوام لري.








