افغانستانسیمه

برېښنا: د زلزلې له امله د زیانمنو شویو لینونو د بیارغونې له امله د جمعې په ورځ له ازبکستان څخه وارد شوې برېښنا قطع کېږي

برېشنا اعلان وکړ چې د ازبکستان څخه وارد شوي ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لیږدونکي لینونه چې د تاشغرګان تنګي په سیمه کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوي وو، د بنسټیز بیارغونې لپاره، له دې لارې وارد شوې برېښنا به د جمعې په ورځ (۳۰ لړم ۱۴۰۴) د سهار له ۶ بجو څخه تر ماښام ۵ بجو پورې په بشپړه توګه قطع شي.

د برېښنا د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا اقدام د ژمي په موسم کې د احتمالي تخنیکي ستونزو د مخنیوي لپاره ترسره کیږي او د شرکت د لوړ ولټاژ متخصص ټیمونه به د بیارغونې کار په بیړني ډول ترسره کړي.

د دې پرې کېدو په پایله کې، وارداتي برېښنا به د بغلان ولایت په ځینو برخو او همدارنګه د پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې قطع شي.

برېښنا شرکت په دې ولایتونو کې له پیرودونکو څخه غوښتي چې په دې موده کې د برېښنا په مصرف کې اړین سپما وګوري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button