
سیمه
یونیسف: اسراییل غزې ته د شیدو پوډر او واکسینونو د ننوتلو مخه نیسي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې د اسراییل رژیم د تیر اګست راهیسې غزې ته د حیاتي مرستو د ننوتلو مخه نیسي او د شیدو پوډر 938,000 کڅوړې یې نیولي دي.
د یونیسف ویاند زیاته کړه چې د واکسینونو د ذخیره کولو لپاره د اړینو توکو لکه سرنجونو او لمریزو یخچالونو د ننوتلو سخت محدودیتونو په غزه کې د بشري عملیاتو په پراخه کچه ګډوډ کړی دی.
په هرصورت، په وروستیو اونیو کې غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو حجم د پام وړ زیات شوی، مګر دا خنډونه د زرګونو ماشومانو ژوند په خطر کې اچوي.
یونیسف د دې محدودیتونو د سمدستي لرې کولو او د غزې ماشومانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو ته د غیر مشروط لاسرسي غوښتنه وکړه.







