افغانستان

په غزني کې د نږدې ۶۰ دیني مدرسو او ښونځي جوړول او بیارغونه

د غزني سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، په دې ولایت کې نږدې ۶۰ دیني مدرسې او ښونځي جوړې یا بیارغول شوي دي.

د غزني د والي ویاند عزت الله سعیدي وویل: “د ۲۵ ښوونځیو د جوړولو لګښت د هغو ادارو لخوا ورکړل شوی چې د پوهنې وزارت سره همکاري کوي، د غزني د پوهنې ریاست ۱۷ ښوونځي او مدرسې بیارغولې، او ځایي اوسیدونکو د خپلو سرچینو څخه د ۱۵ نورو ښوونځیو او مدرسو د جوړولو لګښت ورکړی دی.”

سعیدي زیاته کړه چې د دې پروژو په بشپړیدو سره، په غزني ولایت کې زرګونه زده کونکي باکیفیته زده کړې ته لاسرسی لري.

دا اقدامات د غزني په لرې پرتو سیمو کې د زده کړې ته د لاسرسي د پراخولو لپاره ترسره شوي او د ځایی اوسیدونکو لخوا یې هرکلی شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button