د هېواد د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د شنبې په ماښام (۳ لړم ۱۴۰۴) د ۲۰۲۵ اسیا د ځوانانو لوبو په چوکاټ کې په خپله دویمه لوبه کې د بحرین پر وړاندې میدان ته ووت او خپل سیال ته یې د ۷-۰ په پریکنده ماتې ورکړه.
د هېواد ملي لوبډله، چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې ازبکستان ته ماتې ورکړې وه، ټاکل شوې ده چې نن، یکشنبه (۴ لړم ) د ګروپ پړاو په دریمه لوبه کې د چین پر وړاندې سیالي وکړي.
د بحرین په کوربه توب د اسیا د ځوانانو لوبو دریم پړاو تېره اونۍ په مختلفو څانګو کې پیل شو، په شمول د فوټسال.








