افغانستان

د بغلان مسوولین: په دې ولایت کې قومي او ژبنی تبعیض نشته

د اسلامي شریعت د تطبیق او د خلکو او مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت له لوري، په بغلان ولایت کې د اسلامي امارت د مسوولینو او سیمه‌ییزو مشرانو په ګډون جوړه شوه.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، مولوي اسدالله مصطفی هاشمي، ویلي چې په دې ولایت کې قومي او ژبنی تبعیض شتون نه لري او ټول قومونه د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د هېواد د ابادۍ لپاره همکاري کوي.

د بغلان ولایت مقام د رسنیو د دفتر په وینا، د اسلامي شریعت د احکامو په تطبیق کې د خلکو او مسوولینو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د قومي مشرانو د نظرونو اورېدل او د ټولنیزو چارو ګډ تنظیم د دې غونډې له موخو څخه دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button