د سوریې د موقت حکومت مشر احمد الشرع په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰مې غونډې په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره ولیدل.
دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې الشرع په نیویارک کې د عمومي اسامبلې ته د وینا لپاره و.
د غونډې په جریان کې، یو خبریال له الشرع څخه وپوښتل: “ایا امریکا به بندیزونه لرې کړي؟”
الشرع د روبیو په حواله ځواب ورکړ: “له ځانه وپوښتئ.” د الشرع طنزیه ځواب، چې د سوریې او امریکا ترمنځ د ډیپلوماتیک کړکیچونو منعکس کوي، د رسنیو پام ځانته راواړاوه.
الشرع، چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني او په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر ابراهیم العلابي سره نیویارک ته رسیدلی، ټاکل شوې ده چې د سپتمبر په ۲۴مه وینا وکړي.
دا د ۱۹۶۷ کال راهیسې په ملګرو ملتونو کې د سوریې د ولسمشر لومړۍ وینا ده.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevi