سیمهنړۍ

د غزې حکومت بیړنۍ خبرداری: ۱۰۰،۰۰۰ ماشومان د شیدو د کمښت له امله د ډله ییزې مرګ له خطر سره مخ دي

د غزې حکومت د معلوماتو دفتر نن (شنبه،٥ زمرۍ ۱۴۰۴) یوه اعلامیه خپره کړه چې خبرداری یې ورکړ که چیرې غزې ته سمدلاسه شیدې ونه رسیږي، نو په راتلونکو ورځو کې به له ۱۰۰،۰۰۰ څخه ډیر ماشومان د “ډلیز مرګ” سره مخ شي.

په اعلامیه کې اعلان شوی چې د شیدو د کمښت له امله، میندې اړ شوي چې خپلو ماشومانو ته اوبه ورکړي.

د غزې حکومت د راپور له مخې، د شدیدې خوارځواکۍ قضیې هره ورځ سلګونو ته رسیدلي او تر اوسه پورې د ۸۳ ماشومانو په ګډون ۱۲۲ کسان د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

دا کړکیچ د اسراییلو لخوا د غزې د سخت اقتصادي او نظامي محاصرې له امله نور هم زیات شوی، چې د خوړو او بشري مرستو ننوتل یې محدود کړي دي.

د غزې حکومت، اسراییل او هغه هیوادونه چې د محاصرې ملاتړ کوي مسؤل ګڼي، د سرحدي بندرونو د سمدستي پرانیستلو او د محاصرې د بشپړ پای ته رسولو غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) هم خبرداری ورکړی چې په غزه کې له ۱۱۰۰۰ څخه زیاتې امیندواره میرمنې د لوږې او شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button