سیمه
د پاکستان پوځ د هغه کس وژلو اعلان وکړ چې چا ته جایزه تعیین کړی وه
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کې یو کس چې د سر بیه یې پنځه میلیونه روپۍ (شاوخوا ۱۸ زره دالره) ټاکل شوې وه وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې د دې خبرې په تایید ویلي یې دي، چې دغه کس سلیم نومېده او په رباني هم مشهور و. نوموړی نن (سې شنبه، ۲۵ وری ) د خیبر پښتونخوا ایالت په بونیر ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
په همدې حال کې ويل کيږي چې په دې عملياتو کې دوه تنه وسله وال مخالفين ټپيان شوي او دوه تنه سرتيري وژل شوي دي.