افغانستان

د مالیزیا ځانګړي استازي له امیر خان متقي سره وکتل

د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي داتو احمد اعظم د یوه پلاوي په مشرۍ په کابل کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او مذهبي اړیکو د پیاوړتیا او پراخولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

مولوي امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مخ په وړاندې روانې وبللې او د افغان ولس لپاره د مالیزیا دولت د ښې همکارۍ او ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

له بلې خوا، د مالیزیا ځانګړي استازي داتو احمد اعظم د افغانستان اوسنی وضعیت د ښه کېدو په حال کې وباله او زیاته یې کړه چې دا لیدنه د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم په ځانګړې لارښوونه ترسره شوې ده.

دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې اسلامي امارت تل د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د دوستانه اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button