نړۍ
د روسیې دفاع وزارت د ۹۴ اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د ویجاړولو او د دریو ښارونو د آزادولو اعلان وکړ
د روسیې د ملي دفاع وزارت په خپل ورځني راپور کې اعلان وکړ چې د روسیې د هوايي دفاع سیسټمونو تېره شپه د روسیې په مختلفو سیمو کې ۹۴ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي، چې له دې ډرونونو څخه دوه پر دریمه برخه یې د بلګورود په سیمه کې ویجاړې شوې دي.
وزارت دا هم زیاته کړه چې په دونیتسک کې د “اتراډنویې” او “ستوپچکي” میشت ځایونه او په سومي سیمه کې د “لوکنیا” میشت ځایونه د روسیې وسله والو ځواکونو آزاد کړي دي.
د راپور له مخې، تېره شپه د اوکراین پر پوځي صنعتي تاسیساتو، د راډیو معلوماتو مرکز او د پیټریوټ دفاعي سیسټم پر پوستو ډله ییز برید وشو او د برید موخې ترلاسه شوې.